IQNA

د  مقاومت یوه بریا د نوی مینځني ختیځ   د پلان ناکامول  وو

15:08 - July 14, 2022
د خبر لمبر: 3485983
ایکنا-(تهران) د لبنان د حزب الله ولسی غورځنګ عمومی منشي ټينګار وکړ ،دمقاومت د چورلیز یوه ترټولو مهمه بریا ، د نوی مینځني ختیځ د  جوړولو لپاره د امریکا د پلان له مینځه وړل او ناکامول  دي .

ایکناخبری اژانس د المیادین له قوله راپور راکړ، د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي سید حسن نصر الله د ترټولو وروستیو سیاسی بدلونونو  او د نیکمرغه  لوي اختر په مناسبت پخپلې وینا کې بیګا درستو مسلمانانو ته د قربانۍ د لوي  او نیکمرغه اختر مبارکي ووئيله  او د سیمې دسیاسی حالاتو په بیانولو سره ووئيل ، سیمې ته  له دغې سیمې د ورآخوا ځینو  ګوتوهونکو تګ راتګ به  د تیریګر اووحشي صهیونیسټي رژيم  ژوند ته هیڅکله هم دوام ورنه کړي او دا مقاومتي چورلیز دی ،چې د نوي مینځني ختیځ د رامینځةکولو لپاره ئې د امریکا  پلان په بشبړ ډول له ناکامۍ سره  مخامخ کړی دی .  هغه د خپلو خبرو په دوام کې په ډاګه کړې ، د مخه نیونکی  معادلې د شتون په برکت سره ، اسرائيلري دښمن  د لبنان په ضد دهرډول پوځي اقدام لپاره په زرګونو ځله فکر کوي ، د اسرائيلو د جنګ وزیر ښه پوهیږي ، چې  د لبنان په ضد ئې  ګواښونه چټي او  له مینځه ډَډ  دی ، اسرائيل  هیڅ جراءت نه لري  غزې ته وارد شي، چې له پنځلسو کلونو زیات وخت راهسې ئې کلابنده کړې ده ، نو بیا څرنګه  لبنان ته واریدیدلی شي.؟

د لبنان د حزب الله غورځنګ عمومی منشي  ووئيل ، د  اسرائيلو دجنګ وزیر  ته سپارښتنه کوم  چې د هغه درې دیرش ورځني جنګ  هغه وروستۍ شپې ورځې دې یادې کړي ،  کله چې اسرائيل ونه توانید، د بنت جبیل ښار سټيډیم ته وارد شي .هغه ټينګار وکړ ، د مقاومت  امکانات اوس بې مخینې دي اود جنګ او دفاع کولو  اراده له بل هر وخته لاپیاوړي او زیاته ده . مقاومت یوازنۍ ځواک دی چې   دخپل ټاټوبی او  امکاناتو او زیرمو په ساتلو کې له هیچا سره سازباز نه کوي .

سید حسن نصر الله  ووئيل ، د امریکا ولسمشر سیمې ته سفر په دوو علتونو سره کړی دی ، لومړی دتیلو اوګیسو صادراتو ته دفارس خلیج  دهیوادونو د قانع کولو لپاره  او دوهم هم  داسرائيلو په خاطر ، د روسیې او اوکراین د جنګ دنتیجو لپاره د امریکایانو لومړنی او ټاکونکی  ماموریّت ، د اروپا لپاره د  روسیې په ځاي  دګیسو تامینول دي .  هغه همداراز د یمن د اوربند په باب هم ووئیل ،  هغه څه چې باید جوبایډن  ئې غوښته وکړي ، د اوربند تمدیدول نه ،بلکې  د یمن دجنګ او کلابندۍ  ختمول دي .

https://iqna.ir/fa/news/4070726/اقتدار

captcha